د بېپولې خبریالانو سازمان د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نومونه د هغو ۳۳ کسانو او بنسټونو په نوملړ کې شامل کړي چې د دغه سازمان په وینا، په ۲۰۲۶ کال کې یې د رسنیو ازادي محدوده کړې ده.
دغه سازمان د نومبر په دویمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت خپل کلنی راپور خپور کړی چې پکې سیاسي مشران، دولتي ادارې، جنایي ډلې او د ټکنالوژۍ شرکتونه د رسنیو د ازادۍ د محدودوونکو په توګه یاد شوي دي.
د راپور په سیاسي برخه کې هبتالله اخوندزاده د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین، د اذربایجان له ولسمشر الهام علياف، د بېلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یوځای شامل شوی دی.
بېپولې خبریالانو سازمان په افغانستان کې د طالبانو هغه تګلارې غندلي چې له مخې یې د خپلواکو رسنیو فعالیت محدود شوی او خبریالان له ګڼو بندیزونو او فشارونو سره مخ دي.
دغه سازمان د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر اقداماتو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د امریکا دولتي ادارو او د پرېکړو مرکزونو ته د خبریالانو لاسرسی محدود شوی دی. د راپور له مخې، امریکا د رسنیو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې ۶۴م ځای لري.
د راپور په امنیتي برخه کې د اسراییلو پوځ او د بنیامین نتانیاهو حکومت هم په غزه، لوېدیځه غاړه او لبنان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د چلند له امله یاد شوي دي.
همداراز، د چین کمونیست ګوند د خبریالانو د زنداني کولو، د مکسیکو د نشهيي توکو قاچاق کوونکې ډلې د خبریالانو د وژلو او د بورکینا فاسو او ګیني واکمنې پوځي شوراګانې د رسنیو د محدودولو له امله په نوملړ کې شاملې شوې دي. د سعودي عربستان حکومت، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د کانګو دیموکراټیک جمهوریت د مارچ ۲۳مې وسلهوال غورځنګ هم د راپور په امنیتي برخه کې یاد شوي دي.
د بېپولې خبریالانو سازمان عمومي مشر تیبو بروتین ویلي، په نوملړ کې شامل کسان او بنسټونه د فزیکي او لفظي تاوتریخوالي، قضایي او اقتصادي فشارونو او د معلوماتو د لاسوهنې له لارې د خپلواکو رسنیو فعالیت محدودوي او د خلکو د ازادو معلوماتو ترلاسه کولو مخه نیسي.
لیکوال:سعید سمیر








