د ۲۰۲۶ کال د نومبر د درېیمې نېټې د امریکا منځمهاله ټاکنې یوازې د کانګرس د څوکیو پر سر سیالي نه ده، بلکې د ډونالډ ټرمپ د ملاتړ کچې او د هغه د دویمې ولسمشرۍ دورې د لومړیو دوو کلونو د سیاستونو د ارزونې یوه مهمه ازموینه هم ګڼل کېږي. د دغو ټاکنو پایلې به څرګنده کړي چې جمهوري غوښتونکي به د کانګرس د دواړو مجلسونو واک په خپل لاس کې ساتلی شي او که ډیموکراټان به وکولای شي د قانون جوړونې واک یوه برخه بېرته ترلاسه کړي.
د ژوند د لګښتونو زیاتوالی، د تېلو د بیو لوړېدل، د سوداګریزو تعرفو اغېزې، له ایران سره د جګړې په اړه اختلافات او د ټرمپ د محبوبیت کمېدل هغه مهم موضوعات دي چې د امریکا پر ټاکنیز وضعیت یې اغېز کړی دی. ډیموکراټان هڅه کوي چې د دغو شرایطو په اړه د خلکو ناخوښي د ځان په ګټه وکاروي.
د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکي ۲۱۹ څوکۍ لري او د اکثریت ساتلو لپاره ۲۱۸ څوکیو ته اړتیا ده. په مقابل کې، ډیموکراټان باید د جمهوري غوښتونکو په پرتله څو څوکۍ زیاتې ترلاسه کړي، څو د دې مجلس کنټرول په لاس کې واخلي. د ځینو ارزونو له مخې، ښايي ډیموکراټان په دې سیالۍ کې پرمختګ وکړي؛ خو ملي نظرپوښتنې په یوازې ځان د ټاکنیزو حوزو وروستۍ پایلې نه شي ټاکلای.
په سنا مجلس کې د ډیموکراټانو لپاره وضعیت تر دې هم ستونزمن دی. جمهوري غوښتونکي ۵۳ څوکۍ لري او ډیموکراټان له خپلواکو سناتورانو سره یوځای ۴۷ څوکۍ په واک کې لري. ډیموکراټان د اکثریت ترلاسه کولو لپاره باید څلور نورې څوکۍ وګټي؛ هغه هدف چې ترلاسه کول یې په مېن، شمالي کارولاینا، اوهایو، الاسکا او کانزاس ایالتونو کې د حساسو سیالیو په پایلو پورې تړاو لري.
که ډیموکراټان د استازو د مجلس کنټرول ترلاسه کړي، نو کولای شي د ټرمپ د ادارې پر کړنو څارنه زیاته او د وزارتونو او فدرالي ادارو په اړه پارلماني څېړنې پراخې کړي. د کډوالۍ پالیسۍ، د کډوالو د ایستلو بهیر، د عدلیې وزارت کړنې او د فدرالي بودجې د لګښت څرنګوالی هغه موضوعات دي چې ښايي د دغو څېړنو په مرکز کې وي.
په استازو مجلس کې د اکثریت بدلون کولای شي د بودجې تصویب بهیر هم ستونزمن کړي. د روغتیايي، ښوونیزو او دفاعي پروګرامونو او همدارنګه د کډوالۍ د چارو د مسؤولو ادارو د تمویل پر سر اختلافات ښايي د کانګرس او سپینې ماڼۍ ترمنځ کړکېچ رامنځته کړي او ان د فدرالي حکومت د ځینو فعالیتونو د درېدلو لامل شي.
د ډیموکراټانو د بریا په صورت کې ښايي د ټرمپ د استیضاح موضوع هم یو ځل بیا مطرح شي. خو د استیضاح د بهیر پیل په دې معنا نه دی چې ولسمشر به له دندې ګوښه شي؛ ځکه د هغه د محکومولو او له دندې د لرې کولو لپاره په سنا مجلس کې د حاضرو سناتورانو د دوو پر درېیو برخو رایو ته اړتیا ده.
د سنا مجلس کنټرول د ټرمپ لپاره ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه د کابینې د غړو، سفیرانو او فدرالي قاضیانو د نوماندانو د تأیید واک د همدې مجلس په لاس کې دی. که په سنا کې اکثریت بدل شي، د ټرمپ د ادارې د نوماندانو د تأیید بهیر ښايي له ځنډونو او زیاتو مخالفتونو سره مخ شي.
همدارنګه، د ایران او اوکراین په اړه د امریکا سیاست، د پوځي عملیاتو لګښتونه او سوداګریزې تعرفې هغه موضوعات دي چې په کانګرس کې به د لا زیاتو پوښتنو او څېړنو موضوع وګرځي. که څه هم ولسمشر د بهرني سیاست او اجرائیوي چارو په برخه کې پراخ واکونه لري، خو کانګرس د قوانینو د تصویب، د بودجې د ځانګړي کولو او پارلماني څارنې له لارې کولای شي د هغه پر پرېکړو اغېز وکړي.
د روان کال منځمهاله ټاکنې د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له پلوه هم ځانګړی اهمیت لري. د دغو ټاکنو پایلې کولای شي د دواړو ګوندونو سیاسي دریځ د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره پیاوړی یا کمزوری کړي.
په ټوله کې، که ډیموکراټان د کانګرس د یوه یا دواړو مجلسونو کنټرول ترلاسه کړي، د ټرمپ اداره به د خپلې ولسمشرۍ په پاتې دوو کلونو کې له زیاتې څارنې او سیاسي محدودیتونو سره مخ شي. خو که جمهوري غوښتونکي خپل اکثریت وساتي، ټرمپ به وکولای شي خپل سیاسي پروګرام له لږو پارلماني خنډونو سره پر مخ یوسي.
لیکواله:رویا ستانکزی








