TOOSnews
اعلان
هرات طالب والي: رسنيو اوس خپلواكي موندلې ده.
افغانستانټوس نیوز

هرات طالب والي: رسنيو اوس خپلواكي موندلې ده.

۲۱ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هرات لپاره د طالبانو والي نور احمد اسلام‌جار ادعا کړې، چې په افغانستان کې رسنۍ اوس خپلواکې دي او خبرونه په روښانه او شفاف ډول خلکو ته رسېږي. نوموړي ویلي، خلک اوس د رسنیو ترمنځ توپیر کولای شي او په خبره یې، د هېواد رسنیو «حریت» او خپلواکي موندلې ده.

اسلام‌جار دا څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) په یوه غږیز پیغام کې کړې دي، چې د هرات د رسنیو دفتر له لوري خپور شوی دی. هغه د رسنیو مالکان د هېواد واقعي بچیان بللي او ادعا یې کړې، چې اوس خلک له ناسمو خبرونو سره د مخ کېدو مخنیوی کولای شي.

خو د رسنیو د ملاتړ نړیوال سازمانونه وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې خبریالان له نیونو، ځورونې، شکنجې او سانسور سره مخ دي. د راپورونو له مخې، په یو شمېر خبري غونډو کې ښځینه خبریالانو ته د پوښښ اجازه هم نه ورکول کېږي.

همدارنګه، د رسنیو د ملاتړ بنسټونو په وینا، د طالبانو د لارښوونو له مخې په کور دننه رسنۍ د دغې ډلې وسله‌والو مخالفینو ته داسې نومونې کاروي، چې د ژورنالیزم له مسلکي اصولو سره په ټکر کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بې‌پولې خبریالانو نړیوال سازمان د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده نوم د ۲۰۲۶ کال په هغو ۳۳ کسانو او بنسټونو کې شامل کړی، چې د دغه سازمان په وینا، د رسنیو ازادي یې محدوده کړې ده.

د یادونې ده، چې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، لا هم یو شمېر خبریالان د خپلو ژورنالیستیکي فعالیتونو له امله په کابل او بګرام کې بندیان دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.