پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند او د افغان ښځو نیول او زنداني کول ناروا او د شرم وړ بللي دي.
سیاف د سېشنبې په ورځ (د لړم ۵مه) پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، طالبان باید هغه ښځې ونه نیسي او ونه ځوروي چې د ده په وینا، ورته نامحرمې دي. نوموړي د ښځو نیولو او په عامه ځایونو کې د هغوی وهلو ته په اشارې ویلي، چې دا کار عیب، شرم او ناروا دی.
هغه همداراز طالبانو ته په خطاب کې لیکلي: «ښځې خپلو چټلو او فاسدو زندانونو ته مه بیایئ».
طالبانو تر اوسه د سیاف د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو د زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند په برخو کې پراخ محدودیتونه لګول شوي دي. په وروستیو میاشتو کې هم د حجاب د مقرراتو د نه مراعاتولو په تور د ښځو د نیولو او زنداني کولو راپورونه خپاره شوي دي.
همدې تړاو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي وو، چې د روان کال له جولای څخه تر سپټمبر پورې یې په کابل او هرات کې د طالبانو لهخوا د شاوخوا ۵۲ ښځو او یوې نجلۍ نیول یا توقیفول تایید کړي دي.
د خپرو شویو موندنو له مخې، طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې ۲ زره او ۹۳۰ کسان په خپلسري ډول نیولي دي. د دغو نیونو هدف ښځې، د بشري حقونو فعالان، خبریالان، اعتراض کوونکي، د پخواني حکومت امنیتي او نظامي ځواکونه او مذهبي لږکي بلل شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








