TOOSnews
اعلان
په شپږو مياشتو كې د افغانستان صادرات نږدې ١٢۶ ميليونه ډالره راټيټ شوي.
افغانستانټوس نیوز

په شپږو مياشتو كې د افغانستان صادرات نږدې ١٢۶ ميليونه ډالره راټيټ شوي.

۶ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وايي، د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د صادراتو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲۵.۷ میلیون ډالره کم شوی، خو د وارداتو ارزښت یې ۱۱۶.۳ میلیون ډالره زیات شوی دی.

د یادې ادارې د شمېرو له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۵۹۸.۵ میلیون ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې دغه کچه ۷۲۴.۲ میلیون ډالره وه.

د راپور له مخې، په همدې موده کې د افغانستان د وارداتو ارزښت ۶ میلیارده او ۶۵۶.۶ میلیون ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه کچه ۶ میلیارده او ۵۴۰.۳ میلیون ډالره وه.

وچه او تازه مېوه د افغانستان تر ټولو مهم صادراتي توکي بلل شوي، چې د ۲۲۳.۵ میلیون ډالرو په ارزښت بهر ته صادر شوي دي. تر څنګ یې طبي بوټي د ۱۳۶.۹ میلیون ډالرو، کاني توکي د ۳۲.۱ میلیون ډالرو او کرنیز تخمونه د ۱۲.۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادر شوي دي.

د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې د معلوماتو له مخې، وچه او تازه مېوه د افغانستان د ټولو صادراتو ۳۷.۳ سلنه او طبي بوټي ۲۲.۹ سلنه جوړوي.

په مقابل کې، نفتي توکي او غوړ د افغانستان تر ټولو ډېر وارد شوي توکي دي، چې ارزښت یې یو میلیارد او ۳۹۹ میلیون ډالرو ته رسېږي. همداراز، د ماشینونو، ټرانسپورټي وسایطو او پرزو واردات ۷۶۵ میلیون ډالره، د فلزاتو او فلزي محصولاتو ۶۹۱.۳ میلیون ډالره، د غنمو او اوړو ۵۵۴ میلیون ډالره او د نباتي غوړیو واردات ۲۴۰.۸ میلیون ډالره ښودل شوي دي.

دا شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ اغېز کړی دی. د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۷۴ سلنه کمه شوې او له ۱.۳ میلیارد ډالرو څخه ۳۵۸ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.

که څه هم طالبان وايي چې د افغانستان سوداګریزې لارې یې د ایران او منځنۍ اسیا پر لور اړولې دي، خو د صادراتو د ارزښت کمښت ښيي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله کم شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.