TOOSnews
اعلان
متقي په پاکستان کې د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق له پراخېدو اندېښنه څرګنده کړه.
افغانستانټوس نیوز

متقي په پاکستان کې د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق له پراخېدو اندېښنه څرګنده کړه.

۶ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د پاکستان وضعیت ته په اشارې ویلي چې په دغه هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق پراخ شوی او دا مسئله د طالبانو لپاره په یوې نوې اندېښنې بدله شوې ده. په همدې وخت کې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند هم په مستقیم ډول پاکستان افغانستان او د سیمې نورو هېوادونو ته د نشه‌يي توکو په لېږد تورن کړی دی.

متقي د سې‌شنبې په ورځ، د لړم په پنځمه، په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه غونډه کې، چې د یو شمېر مېشتو ډیپلوماتانو په ګډون جوړه شوې وه، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې. نوموړي د پاکستان نوم په مستقیم ډول یاد نه کړ، خو ادعا یې وکړه چې د افغانستان په یوه ګاونډي هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق په پراخه کچه روان دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د نشه‌يي توکو پر وړاندې د دې ډلې هڅې پرېکنده وبللې، خو خبرداری یې ورکړ چې په ګاونډیو هېوادونو کې د دغو موادو د کښت او قاچاق دوام کولای شي د دې مبارزې د بشپړې بریا مخه ونیسي.

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د نشه‌يي توکو د کښت د مخنیوي لپاره لا ډېره پاملرنه وکړي. د متقي په وینا، د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره د پولو اغېزمن کنټرول او د هېوادونو ترمنځ ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.

متقي همداراز ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید له افغان بزګرانو سره د بدیل عاید د سرچینو په برابرولو کې مرسته وکړي، څو هغوی وکولای شي د نشه‌يي توکو له کښت پرته خپل ژوند او معیشت تأمین کړي.

تر دې وړاندې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، هم ویلي وو چې د نشه‌يي توکو یوه لویه برخه د پاکستان له لارې افغانستان او د اسیا نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي.

پاکستان تر اوسه د طالبانو د چارواکو د دغو تورونو په غبرګون کې کوم رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.