بلال اروزګاني اعلان کړی چې د اروزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ پولیسو د یوه ځوان د قتل په تور څلور کسان نیولي دي.
د هغه په وینا، دا پېښه د لوی اختر د مېلو پر مهال او د دهراود ولسوالۍ د بازار د ګڼې ګوڼې په جریان کې رامنځته شوې وه. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، تورنو کسانو دغه ځوان په چړو سخت ټپي کړی و، او نوموړي تر روغتیايي مرکز ته له لېږد وروسته د سختو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاته کړې چې یاد کسان د پولیسو د پراخو هڅو او څېړنو وروسته د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې پېژندل شوي او نیول شوي دي.
اروزګاني همداراز ویلي چې نیول شویو کسانو د پلټنو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
د هغه په خبره، نیول شوي کسان به د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته د قانوني اجرااتو د دوام لپاره اړوندو عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.
لیکواله:سلیمه آریايي








