د هند پولیسو اعلان کړی چې ۴۲ سړي چې د مادیا پردېش ایالت د دواس ښار ته د یوې ډلهییزې واده په مراسمو کې د ګډون لپاره تللي وو، له څو ساعتونو انتظار وروسته پوه شول چې د یوې منظمې درغلۍ قربانیان شوي دي.
د پولیسو په وینا، د دې پروګرام تنظیموونکو د وټساپ له لارې د نجونو انځورونه لېږل او د مراسمو وخت او ځای یې ټاکلی و، څو د کورنیو باور ترلاسه کړي. هغوی همدارنګه ژمنه کړې وه چې د واده ټول ترتیبات به له مخکې برابر وي.
یکشنبې د مې میاشتې په ۲۴مه سهار وختي، د مادیا پردېش له بېلابېلو سیمو څخه ۴۲ سړي له خپلو کورنیو سره د ټاکل شوي ځای په لور، د دواس ښار ته نږدې د ماتا تکري معبد ترڅنګ، ورسېدل. تنظیموونکو هغوی ته ویلي وو چې د ناوې جامې یا د واده دودیزې تیارۍ ته اړتیا نشته.
د راپور له مخې، ګډونوالو ته ویل شوي وو چې ناوې به له اندور ښار څخه د مراسمو ځای ته راوستل شي. خو څو ساعته وروسته هم هېڅ ناوې ونه رسېده، او وروسته څرګنده شوه چې ټول پلان یوه درغلي وه.
قربانیانو ډېری هغه کسان وو چې تر ۶۰ کلونو زیات عمر یې درلود او لا هم نه وو واده شوي. ځینو له خپلو کورنیو سره، د سینګار شویو موټرو په کاروان کې، د واده ځای ته سفر کړی و او آن د واده جامې او خواږه یې هم برابر کړي وو.
د پولیسو څېړنو وښودله چې د ناوې په نوم لېږل شوي انځورونه له ټولنیزو شبکو راټول شوي او د اصلي مالکینو له اجازې پرته کارول شوي وو.
د شکایت له ثبت وروسته، پولیسو د دې قضیې په تړاو د ۴ کسانو پر ضد دوسیه جوړه کړه. تر اوسه ۳ کسان نیول شوي او د نورو شکمنو کسانو د پېژندلو او نیولو هڅې روانې دي.
د هند پولیسو دا قضیه په وروستیو کلونو کې د واده اړوند تر ټولو عجیبه او کمسارې درغلي بللې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








