په داسې حال کې چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت په اړه اندېښنې څرګندوي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د بندیزونو د کمېټې وروستي اسناد ښيي چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې شاوخوا ۲۳ تر ۲۵ ترهګرې ډلې فعالیت لري.
د راپورونو له مخې، دغه ډلې د خپلو موخو او جوړښتونو له مخې په شپږو عمده کټګوریو وېشل شوې دي. ویل کېږي چې ډېری دغې شبکې نور د پخوا په څېر لوی او مستقل سازمانونه نه دي، بلکې د فشارونو او نړیوالو څارنو د کمولو لپاره په کوچنیو ډلو، فرعي شبکو او پوښښي جبهاتو بدلې شوي دي.
یو پخوانی افغان امنیتي چارواکی وایي چې اوس مهال د ترهګرو ډلو ترمنځ د مدغم کېدو پراخ بهیر روان دی او ګڼې کوچنۍ ډلې د لویو سازمانونو په جوړښت کې جذب شوي دي. د هغه په وینا، طالبان هڅه کوي د دغو ډلو رسنیز فعالیتونه محدود وساتي او د یوه چتر لاندې یې تنظیم کړي، څو نړیوال حساسیتونه راکم شي.
نوموړی زیاتوي چې حتی لویې شبکې هم له بدلونونو سره مخ شوي دي. د بېلګې په توګه، القاعده اوس په دوو برخو وېشل شوې؛ مرکزي القاعده او د هند نیمه وچې څانګه. همدارنګه د پاکستان ضد وسله والو ډلو یو شمېر کوچنۍ ډلې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په جوړښت کې مدغم شوي دي.
د امنیتي ارزونو له مخې، داعش خراسان، القاعده او د القاعدې د هند نیمه وچې څانګه د افغانستان له خاورې راولاړېدونکي تر ټولو مهم سرحدي ګواښونه بلل کېږي.
داعش خراسان که څه هم د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر سخت فشار لاندې راغلې، خو لا هم فعاله ده. دغه ډله د خپل جوړښت له پیله د پخواني حکومت او طالبانو پر ضد جګړه کړې او تر اوسه د طالبانو مشروعیت نه مني. راپورونه ښيي چې داعش خراسان د دوو زرو او څلورو زرو ترمنځ وسله وال لري او د دې ډلې په لیکو کې د افغانستان ترڅنګ د تاجکستان او ازبکستان اتباع هم شامل دي.
امنیتي سرچینې وایي چې دغې ډلې د مسکو د «کروکوس» کنسرت تالار په خونړي برید کې د پیچلو سرحدي عملیاتو وړتیا هم څرګنده کړې وه.
بلخوا، د القاعدې په اړه د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې دا شبکه د بیا رغېدو په حال کې ده. که څه هم امریکا د ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته ګومان کاوه چې القاعده کمزورې شوې، خو راپورونه وایي چې دې شبکې خپل روزنیز مرکزونه بیا فعال کړي او په څو ولایتونو کې حضور لري. سره له دې، تر اوسه د سرحدونو هاخوا د مستقیمو عملیاتو څرګندې نښې نه دي ثبت شوي.
همدارنګه د القاعدې د هند نیمه وچې څانګې د فعالیت د زیاتېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د دې څانګې مشر اسامه محمود او د هغه مرستیال یحیی غوري په کابل کې حضور لري، او د ډلې رسنیز مرکز په هرات کې فعال دی.
د بندیزونو د څار ډلې خبرداری ورکړی چې د دې شبکې د فعالیتونو پراخېدل او د سرحدونو هاخوا د عملیاتو احتمال د سیمې د امنیت لپاره د اندېښنې وړ موضوع ده.
لیکوال:سعید سمیر








