د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران اعلان کړی چې د سېشنبې ماښام د ایران په لوېدیځ کې د کرمانشاه پر ولایت د امریکا په برید کې د دې ادارې څلور پوځي غړي وژل شوي دي. د دغو څلورو کسانو له وژل کېدو سره، د خپرو شویو شمېرو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر ایران د امریکا په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی.
فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه څلور کسان په کرمانشاه کې د سپاه پاسداران د هوافضا ځواکونو غړي وو. ایراني چارواکو تر دې مخکې هم ویلي وو چې د ایران په جنوب کې د یوه واده پر مراسمو د امریکا په هوايي برید کې لږ تر لږه پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، اووه نور کسان هم د خوزستان ولایت په درېیو بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي. همداراز راپور ورکړل شوی چې په لاوان ټاپو کې د بسیج درې غړي وژل شوي دي. د دغو کسانو د هویت او د هغوی د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه تر اوسه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
د امریکا او ایران ترمنځ پوځي نښته له یوې میاشتې وقفې وروسته یو ځل بیا پیل شوې ده. امریکا د سپاه پاسداران اړوند اهداف په نښه کړي او ایران هم ویلي چې د امریکا او د هغې د متحدانو پر مواضعو یې توغندیز او بېپیلوټه بریدونه کړي دي. دغو تحولاتو په سیمه کې د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
سپاه پاسداران د چهارشنبې په ورځ، د وږي ۱۱مه، اعلان وکړ چې په توغندیو او بېپیلوټه الوتکو یې په کویټ کې یو پوځي مرکز په نښه کړی دی. د دې ادارې په وینا، په دغه برید کې د یوه امریکايي قوماندان د مېشتېدو ځای او له بېپیلوټه الوتکو سره تړلي تاسیسات د هدفونو په توګه په نښه شوي دي.
د کویټ د اور وژنې ادارې هم اعلان وکړ چې د چهارشنبې سهار یې د دغه هېواد په پلازمېنه کې په یوه استوګنیز کمپلکس کې رامنځته شوی اور مهار کړی دی. د دې ادارې په وینا، دغه اور په سیمه کې د یوې ایراني بېپیلوټه الوتکې له لګېدو وروسته رامنځته شوی و.
قطر، چې تر دې وړاندې یې د ښکېلو لورو ترمنځ د اوربند د ټینګښت لپاره منځګړیتوب کړی و، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایران بریدونه به د تاوتریخوالي د مهارولو هڅې لا ستونزمنې کړي. دوحې همداراز په سیمه کې د پوځي نښتو د دوام د پایلو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې ویلي چې د ترسره شویو بریدونو او له هغو څخه د رامنځته کېدونکو پایلو او عواقبو له پلوه، د ایران اسلامي جمهوریت له حقوقي پلوه «په بشپړه توګه مسؤول» بولي. دغه وزارت همداراز د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د دیپلوماټیکو هڅو د ملاتړ پر خپل دریځ ټینګار کړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








