TOOSnews
اعلان
د طالبانو مشر: له علم پرته انسان په نړۍ کې ژوند نه شي کولی.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو مشر: له علم پرته انسان په نړۍ کې ژوند نه شي کولی.

۱۲ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

هبت‌الله اخوندزاده: له علم پرته انسان په نړۍ کې ژوند نه شي کولای.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده په کندهار کې د طالبانو له دیني عالمانو او د دیني او جهادي مدرسو له مسوولینو سره په یوه غونډه کې د علم پر اهمیت ټینګار کړی او علم یې د پرمختګ او د ښه ژوند د لرلو وسیله بللې ده.

هغه په دې غونډه کې ویلي دي: «له علم پرته انسان په نړۍ کې ژوند نه شي کولای.» اخوندزاده د انسان په ژوند کې د پوهې پر رول هم ټینګار کړی، خو د زده‌کړو او علم په اړه یې د خپل لیدلوري نور جزیات نه دي وړاندې کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د ښوونې، ساینس او کلتور سازمان (یونسکو) د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو څخه محرومې دي.

طالبانو همداراز په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر لوړو زده‌کړو بندیز لګولی او د ښځو او نجونو لپاره یې طبي زده‌کړې هم محدودې کړې دي؛ هغه محدودیتونه چې د لوړو زده‌کړو او د ځینو تخصصي برخو ته د هغوی لاسرسی یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.