د طالبانو د هلمند والي امانالدین منصور د بدخشان ولایت د سفر پر مهال د دې ډلې معترضینو او مخالفینو ته په تند انداز ګواښ وکړ. هغه وویل چې هغه کسان چې د هبتالله اخوندزاده له فرمان څخه سرغړونه کوي او «بغاوت» ته لاس اچوي، له «کوټلي ځواب» سره به مخ شي.
منصور چهارشنبې د غبرګولي ۲۰مه، د بدخشان د وردوج ولسوالۍ د یوه دیني مدرسې د زدهکوونکو د فراغت په مراسمو کې وویل چې که د طالبانو حکومت له کوم ګواښ سره مخ شي او مخالفین یې پر ضد اقدام وکړي، د دې ډلې ځواکونه د پخوا په څېر د جګړې دوام ته چمتو دي او د اړتیا په صورت کې به بیا د جګړې ډګر ته ستانه شي.
دغه طالب چارواکي همدارنګه په بهر کې مېشت سیاسي مخالفین د تفرقه اچولو په هڅه تورن کړل او له خلکو یې وغوښتل چې د مخالفینو پر وړاندې د طالبانو له حکومت ملاتړ وکړي.
د هلمند د والي دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې راپورونه د بدخشان د داخلي نارضایتۍ په اړه د دې ډلې د مشرانو د اندېښنو د زیاتېدو ښکارندویي کوي. ځینې شنونکي باور لري چې د هغه سفر هم د همدې وضعیت د مدیریت او د طالب ځواکونو د روحیې د پیاوړتیا په موخه ترسره شوی دی.
بدخشان په وروستیو کلونو کې څو ځله د ځایي اوسېدونکو او طالب ځواکونو ترمنځ د شخړو او تاوتریخوالي شاهد پاتې شوی دی. دغه اختلافات تر ډېره د کوکنارو د فصلونو د له منځه وړلو او د سرو زرو د کانونو د استخراج پر څرنګوالي راڅرخي. یو شمېر اوسېدونکي طالبان په تبعیضي چلند تورنوي او وايي چې د سرو زرو پراخ استخراج د سیمې چاپېریال ته زیان رسولی دی.
په ورته وخت کې، د بدخشان د کانونو د مدیریت او کنټرول په اړه د ځایي طالبانو او له مرکزه د استول شوو چارواکو ترمنځ د اختلافاتو راپورونه هم خپاره شوي دي. د ځایي سرچینو په وینا، دغه اختلافات په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د ځینو غړو ترمنځ د نارضایتۍ د زیاتېدو لامل شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








