پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د نورستان ولایت له هغو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې چې د وروستیو خونړیو سېلابونو له امله یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي او درانه مالي زیانونه یې لیدلي دي.
ښاغلي غني په خپور کړي پیغام کې دغه پېښه د کونړ له زلزلې وروسته د افغانستان له سترو غمیزو څخه وبلله او له ټولو هېوادوالو یې وغوښتل چې د سیلابځپلو کورنیو لاسنیوی وکړي.
د راپورونو له مخې، د نورستان د مرکز پارون په ګډون ځینو سیمو کې سختو سېلابونو ګڼې ودانۍ نړولي دي. تر اوسه د ۲۳ کسانو مړینه تایید شوې، نږدې ۸۰ کسان ټپیان دي او ویل کېږي چې له ۱۰۰ څخه ډېر کسان لا هم نادرکه دي.
بلخوا، په بهرنیو هېوادونو کې یو شمېر افغانانو د نورستان د سیلابځپلو د ملاتړ لپاره د انلاین مرستو راټولولو کمپاین پیل کړی دی.
د دغه کمپاین له پیلونکو احمدالله ارچیوال ویلي، دا نوښت یې د ملي او وجداني مسوولیت له مخې پیل کړی او له افغانانو یې غوښتي چې د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره مرسته وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








