د امريکا د بريدونو د دولسم پړاو له بشپړېدو سره هممهاله، د ايران او عراق پر پوله د شلمچې سرحدي تګلارې د توغندي د لګېدو له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.
د امريکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) پنجشنبې سهار، د زمري لومړۍ اعلان وکړ چې تېره شپه يې پر ايران د خپلو بريدونو دولسم پړاو بشپړ کړی دی.
سنټکام ويلي چې په دې عملياتو کې يې د ايران «سمندري وړتياوې، د توغنديو او بېپيلوټه الوتکو د زېرمه کولو تاسيسات، د ساحلي څارنې مرکزونه او د هوايي دفاع تجهيزات» په نښه کړي دي.
بلخوا، ايراني رسنيو راپور ورکړی چې امريکا د خوزستان ولايت د «شلمچې» پر سرحدي تګلاره توغنديز بريد کړی، چې د ايران او عراق ترمنځ په سرحدي سيمه کې موقعيت لري.
د ايران رسمي خبري اژانس (اېرنا) د راپور له مخې، په دې بريد کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.
د خوزستان د ولايت امنيتي مرستيال، وليالله حياتي، د بريد د تأييد ترڅنګ ويلي چې اړوندې ادارې د دې پېښې بېلابېل اړخونه تر څېړنې لاندې لري.
هغه زياته کړې چې د انديمشک ښار شاوخوا پر يوې سيمې هم توغنديز بريد شوی، خو د هغه د جزئياتو او احتمالي مرګژوبلې په اړه لا تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.
د شلمچې سرحدي لار، چې د اربعين مراسمو ته د نږدې کېدو له امله د ګڼ شمېر مسافرو د تګ راتګ شاهده وي، د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، له دغو بريدونو وروسته هم د خلکو تګ راتګ په عادي ډول روان دی.
هممهاله، د امريکايي جنګي الوتکو د توغنديزو او هوايي بريدونو راپورونه د ايران په نورو سيمو، لکه بوشهر، جاسک او اسلامآباد غرب کې هم ورکړل شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








