TOOSnews
اعلان
په پروان كي سپلابونو ٢ كسان وثلي او ٢٠ كورونه يب ويجار كري.
افغانستانټوس نیوز

په پروان كي سپلابونو ٢ كسان وثلي او ٢٠ كورونه يب ويجار كري.

۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر ویلي، چې د جمعې ورځې (د زمري لومړۍ) د سختو بارانونو او راوتلو سېلابونو له امله په دغه ولایت کې دوه کسان مړه شوي، ۲۰ کورونه ویجاړ شوي او د پروان–بامیان لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د طالبانو د رسنیو دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، سېلابونه د پروان د سردره شترشهر، درازګرد او فندقستان سیمو کې راوتلي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، دغې پېښې د دوو کسانو ژوند اخیستی او لسګونه کورونو ته یې زیان رسولی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د پروان–بامیان پر لویه لار د سېلابونو او خټو د راټولېدو له امله تګ راتګ بند شوی او د لارې د بېرته پرانیستلو لپاره د پاک‌کارۍ چارې روانې دي. چارواکو له موټرچلوونکو او مسافرو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې له یادې لارې تګ راتګ ونه کړي.

چارواکي وایي، د تلفاتو او مالي زیانونو د کره شمېر د معلومولو لپاره ارزونې او پلټنې دوام لري.

د یادونې ده، چې له تېرې شپې راهیسې په کابل، خوست، میدان وردګ، پکتیکا، لوګر او پنجشېر ولایتونو کې هم د سختو بارانونو او سېلابونو له امله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.