TOOSnews
اعلان
د کورنیو چارو پخوانی وزیر: هرات او بدخشان د افغانستان په سیاسي تحولاتو کې اوږده مخینه لري.
افغانستانټوس نیوز

د کورنیو چارو پخوانی وزیر: هرات او بدخشان د افغانستان په سیاسي تحولاتو کې اوږده مخینه لري.

۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

محمد عمر داوودزي د هرات او بدخشان د وروستیو اعتراضونو ته په اشارې ویلي چې دغه دواړه ولایتونه د افغانستان په تاریخ کې د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو اوږده مخینه لري.

داوودزي د سې‌شنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه کې په یوه لیکنه کې ویلي چې په افغانستان کې ډېری شخړې د تاریخ په اوږدو کې د «ښځې، زر او ځمکې» پر سر رامنځته شوي دي. هغه ادعا کړې چې د بدخشان او هرات اوسني ترینګلتیاوې هم په همدې چوکاټ کې ارزول کېدای شي.

د هغه په وینا، په بدخشان کې شخړې ظاهراً د سرو زرو کانونو او طبیعي سرچینو سره تړاو لري، په داسې حال کې چې په هرات کې له ښځو سره چلند او پر هغوی لګېدلي محدودیتونه د عامه نارضایتۍ یو له مهمو لاملونو څخه ګرځېدلي دي.

د افغانستان پخواني د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې په هرات کې له ښځو سره ناسم چلند د دې ولایت د یو شمېر اوسېدونکو غبرګون او غوسه راپارولې ده.

داوودزي همدارنګه ویلي چې په بدخشان او هرات کې روان بدلونونه پټ او پېچلي اړخونه لري او باید یوازې له یوې زاویې ونه ارزول شي.

هغه زیاته کړې چې دواړه ولایتونه ځانګړی جیوپولیټیک اهمیت لري او له امنیتي پلوه هم د افغانستان په معادلو کې مهم ځای لري.

محمد عمر داوودزي د خپلو څرګندونو په بله برخه کې ویلي: «حجاب د ښځو د عزت او کرامت د ساتنې لپاره دی، خو د عزت په نوم د یوې ټولنې بې‌عزتي کول د ناپوهۍ او بې‌عقلۍ ښکاره نښه ده.»

طالبانو تر اوسه د هرات او بدخشان د وروستیو پېښو په اړه د داوودزي د څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.