د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي چې د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې د طالبانو یو پوځي کاروان په نښه کړی. د دغې جبهې په وینا، یاد کاروان له کابل څخه د بدخشان ولایت پر لور روان و او پوځي ځواکونه او پوځي تجهیزات یې لېږدول.
د ازادۍ جبهې په هغه خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ، د زمري ۴مه خپره شوې، راغلي چې دغه برید د شنبې په ورځ، د زمري ۳مه ترسره شوی دی. جبهې ادعا کړې چې د دې عملیاتو په پایله کې د طالبانو اووه غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
ازادۍ جبهې همداراز ویلي چې دغه کاروان بدخشان ته د مرستندویه ځواکونو او پوځي تجهیزاتو د لېږد لپاره روان و. د جبهې په ادعا، په دې عملیاتو کې د دوی هېڅ جنګیالي ته زیان نه دی اوښتی.
دا ادعا په داسې حال کې کېږي چې د شنبې په ماښام هم ځايي سرچینو د کابل–بلخ پر لویه لار، د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په سیمه کې د نښتې خبر ورکړی و. خو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی او نه یې د ازادۍ جبهې ادعاوې تأیید یا رد کړي دي.
دا برید د افغانستان په شمال ختیځ کې د امنیتي ترینګلتیاوو د زیاتېدو په دوام ترسره شوی دی. ازادۍ جبهې د جمعې په ورځ هم د بدخشان ولایت په زېباک ولسوالۍ کې د طالبانو پر مورچلو د برید خبر ورکړی و او ادعا یې کړې وه چې په هغه برید کې د طالبانو ۲۱ غړي وژل شوي دي.
له بلې خوا، په بدخشان ولایت کې د جګړو له زیاتېدو سره هم مهاله، داسې راپورونه هم خپاره شوي چې طالبان دې ولایت ته مرستندویه ځواکونه استوي. همدارنګه، د راپورونو له مخې د طالبانو د پوځ لوی درستیز، فصیحالدین فطرت، د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره د بدخشان د زېباک ولسوالۍ ته سفر کړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








