TOOSnews
اعلان
د آلمان کورنیو چارو وزارت: د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغانستان د پاسپورټونو تمدید اعتبار نه لري.
نړۍټوس نیوز

د آلمان کورنیو چارو وزارت: د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغانستان د پاسپورټونو تمدید اعتبار نه لري.

۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د جرمني فدرالي کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې هغه افغان پاسپورټونه چې د ۲۰۲۶ کال د اګست له لومړۍ نېټې وروسته د تمدید سټېکر له لارې تمدید شوي وي، په جرمني کې به اعتبار ونه لري. د نوې لارښوونې له مخې، دغه ډول پاسپورټونه به د استوګنې او یا هم د اداري چارو د ترسره کولو لپاره ونه منل شي.

دغه وزارت په خپلې نوې لارښوونه کې ټینګار کړی چې دا پرېکړه یوازې هغه پاسپورټونه رانغاړي چې له ټاکلې نېټې وروسته د سټېکر له لارې تمدید شوي وي. له همدې امله، دا پرېکړه د ټولو افغان پاسپورټونو د بې‌اعتباره کېدو معنا نه لري.

د دې لارښوونې له مخې، هغه کسان چې خپل پاسپورټونه یې مخکې تمدید کړي وي، یا یې د ۲۰۲۶ کال د اګست تر لومړۍ نېټې پورې تمدید کړي وي، ښايي د ځانګړو شرایطو له مخې یې پاسپورټونه لا هم اعتبار ولري. خو د دغو پاسپورټونو اعتبار به د جرمني د فدرالي پولیسو له لوري د ټاکل شویو اصولو او معیارونو له پوره کولو سره تړلی وي.

جرمني چارواکو همدارنګه په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته سپارښتنه کړې چې که یې پاسپورټ د تمدید سټېکر ولري یا یې د اعتبار موده د پای ته رسېدو په حال کې وي، نو د قانوني لارو له لارې دې د نوي پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړي، څو د استوګنې او اداري چارو په بهیر کې له ستونزو سره مخ نه شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دې پرېکړې لامل د پاسپورټونو د صادرولو د شرایطو بدلون، د نړیوالو حقوقو ملاحظات او د ملکي نړیوال هوايي چلند سازمان سپارښتنې دي.

د دغې لارښوونې له مخې، یوازې هغه پاسپورټونه چې د قانوني لارو او د نافذه مقرراتو له مخې صادر شوي وي، د جرمني دولت له لوري به معتبر وپېژندل شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.