په بامیان ولایت کې یو شمېر هغه نجونې چې له زدهکړو بېبرخې شوي، وایي له هغې وروسته چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې، د کور ناستې د سختو ورځو د تېرولو او د رواني فشارونو د کمولو لپاره یې خیاطۍ، انځورګرۍ او لاسي صنایعو ته مخه کړې ده.
دغه نجونې وایي، د لاسي مهارتونو زدهکړې ورسره مرسته کړې چې د خپلو سختو ورځو یوه برخه په ډېرې هیلې تېره کړي؛ خو ټینګار کوي چې هېڅ هنر او مهارت د زدهکړو، ښوونځي او د دوی د تعلیمي هیلو ځای نه شي نیولای.
د دوی په وینا، مخکې له دې چې له زدهکړو محرومې شي، هره ورځ به په شوق ښوونځي ته تللې، د ازموینو لپاره به یې چمتووالی نیوه او د خپل راتلونکي لپاره به یې پلانونه جوړول. ډېرو یې هیله لرله چې په راتلونکي کې ډاکټرې، انجینرې، ښوونکې، خبریالانې یا د ټولنې په نورو برخو کې فعاله غړې شي؛ خو د شرایطو له بدلون او د ښوونځیو له تړل کېدو سره یې د ژوند لوری بدل شو.
د بامیان یوه نجلۍ وایي، کله چې نور د ښوونځي د تګ اجازه ورنه کړل شوه، ډېرې سختې ورځې یې تېرې کړې. هغې وویل، له تعلیمي چاپېریال څخه لرې کېدو د یوازیتوب او رواني فشار احساس ورکړ، نو ځکه یې د دغو فشارونو د کمولو لپاره انځورګرۍ ته مخه کړه.
هغې وویل: «کله چې ښوونځي وتړل شول، داسې احساس مې کاوه چې زموږ پر مخ ټولې لارې تړل شوي دي. د دې لپاره چې له دې حالت سره ځان عیار کړم، انځورګري مې پیل کړه. انځورګري ماته ارامي راکوي؛ خو هېڅ شی د ټولګي، استاد او درس ځای نه شي نیولای.»
یو شمېر نورې نجونې هم وایي، له زدهکړو تر محرومېدو وروسته یې هڅه کړې چې د نوو مهارتونو په زدهکړه خپلې هیلې ژوندۍ وساتي. هغوی د خیاطۍ، لاسي صنایعو او نورو هنري فعالیتونو کورسونو ته مخه کړې، څو د وخت له تېرولو سربېره، که امکان وي د خپلو تولیداتو د پلور له لارې له خپلو کورنیو سره هم مرسته وکړي.
له دغو نجونو څخه یوه بله وایي: «د مهارتونو زدهکړه زموږ لپاره ارزښت لري، خو زموږ اصلي موخه تل زدهکړه وه. موږ غوښتل زدهکړې وکړو او خپلې ټولنې ته ګټورې واوسو. خیاطي او لاسي کارونه د ښوونځي ځای نه شي نیولای.»
ټولنیز فعالان او په بامیان کې یو شمېر کورنۍ هم وایي، د نجونو له زدهکړو محرومیت یوازې یوه تعلیمي موضوع نه ده، بلکې د هغوی پر روحي وضعیت، پر ځان باور او راتلونکي هم ژور اغېز کړی دی. د هغوی په وینا، ډېرې نجونې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته له ناهیلۍ، انزوا او د راتلونکي په اړه له اندېښنو سره مخ شوي دي.
سره له دې شرایطو، یو شمېر نجونې وایي چې هڅه کوي خپله هیله له لاسه ور نه کړي. هغوی د بېلابېلو مهارتونو په زدهکړه هڅه کوي خپلې وړتیاوې وساتي؛ خو لا هم د دوی تر ټولو ستره هیله دا ده چې بېرته خپلو ټولګیو ته ستنې شي او زدهکړو ته دوام ورکړي.
دغه نجونې ټینګار کوي چې زدهکړه د ښه راتلونکي د جوړولو تر ټولو مهمه لار ده او هېڅ بل فعالیت د له لاسه وتلو تعلیمي فرصتونو ځای نه شي ډکولای.
هغوی له نړیوالې ټولنې او اړوندو بنسټونو غواړي چې د نجونو د بېرته زدهکړو ته د ستنېدو لپاره هڅې وکړي او پرې نه ږدي چې د افغانستان د نجونو یو ستر نسل د زدهکړې، پوهې او راتلونکو فرصتونو له حق څخه بېبرخې پاتې شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








