د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د منځني ختیځ د کړکېچ پر زیاتېدو ژوره اندېښنه ښودلې او پر تهران او واشنګټن یې غږ کړی چې بېرته اوربند ته را وګرځي.
د ملګرو ملتونو د ویاند په وینا، ګوترېش له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي چې د اوربند بشپړ پلي کېدو ته ستانه شي او د وضعیت له لا خرابېدو ډډه وکړي.
هغه خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي دوام کولای شي سیمه د یوې پراخې او بشپړې جګړې پر لور بوځي، له همدې امله د تاوتریخوالي کمول او د دیپلوماټیکو هڅو بیا پیلول اړین دي.
لیکوال:سعید سمیر








