ایران په یوه رسمي اعلامیه کې ادعا کړې چې د ډرونونو په وسیله یې په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ پر قرارګاه برید ترسره کړی دی.
د ایران د پوځ په وینا، په دغه برید کې د امریکا د پنځمې بېړۍ اړوند د پاټریوټ دفاعي سیسټم مخابراتي انتنونه او راډاري تاسیسات په نښه شوي او ویجاړ شوي دي.
هم مهاله ایراني دولتي رسنیو د بحرین د شیخ عیسی هوايي اډې ته نږدې د لوګي د پورته کېدو ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړي دي. دغو رسنیو ادعا کړې چې یاد لوګی د ایران د بریدونو له امله رامنځته شوی دی.
تر اوسه د امریکا حکومت او پوځ د ایران د دغې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د احتمالي زیانونو په اړه هم کوم معلومات نه دي خپاره شوي.
د راپورونو له مخې، د پېښې د جزییاتو او د ادعا شویو زیانونو د کچې په اړه لا هم خپلواکه تایید شوي معلومات نه دي ترلاسه شوي.
لیکوال:سعید سمیر








