TOOSnews
اعلان
د ایران سپاه پاسداران یو ځل بیا په کویټ کې پر امریکايي پوځي تاسیساتو د برید خبر ورکړ.
نړۍټوس نیوز

د ایران سپاه پاسداران یو ځل بیا په کویټ کې پر امریکايي پوځي تاسیساتو د برید خبر ورکړ.

۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کویټ د خطر زنګ له غږېدو وروسته، د ایران سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې یې د امریکا پوځي تاسیسات په نښه کړي دي. دې ادارې ادعا کړې چې د دغو بریدونو په پایله کې یو شمېر امریکايي سرتېري وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

سپاه پاسداران په خپله اعلامیه کې ویلي چې د علي السالم هوايي اډه، د وسلو یو لوی زېرمتون، د پاتریوت هوايي دفاعي سیستم او د ام کیو- ۹ بې‌پیلوټه الوتکو یوه اډه یې په نښه کړې او ویجاړه کړې ده. تر اوسه دا ادعاوې د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تایید شوي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د العدیري اډې دوه هلیکوپټري مرکزونه هم د بریدونو هدف ګرځول شوي دي. سپاه ادعا کړې چې دغو بریدونو امریکايي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي او پوځي تجهیزاتو او الوتکو ته یې د پام وړ زیان رسولی دی.

د کویټ پوځ څو ساعته مخکې په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د خطر زنګونه او د هېواد هوايي دفاعي سیستمونه فعال شوي دي. دې ادارې له خلکو او د کویټ له اوسېدونکو وغوښتل چې د خپل خوندیتوب لپاره خوندي ځایونو ته ولاړ شي او امنیتي لارښوونې مراعات کړي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) هم اعلان کړی چې د ایران پر ضد یې د پوځي عملیاتو دولسم پړاو پای ته رسولی دی. خو دې ادارې تر اوسه د سپاه پاسداران د هغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي چې ګواکي په کویټ کې امریکايي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امریکا تر دې وړاندې د روانې اوونۍ په ترڅ کې تایید کړې وه چې د اردن او سوریې په بریدونو کې، چې مسؤولیت یې ایران ته منسوب شوی و، څلور امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.