محمد اسماعیلخان په هرات کې د ښځو د نیولو او له هغوی سره د ناوړه چلند په اړه د راپورونو په غبرګون کې ویلي چې دا اقدامات «نه بښل کېدونکي او د نه زغملو وړ دي».
اسماعیلخان په یوه بیان کې ویلي چې په هرات کې د ښځو د ځورونې او په پراخه کچه د هغوی د نیولو زیاتوالی د خلکو ترمنځ جدي اندېښنې راولاړې کړي دي. هغه همدارنګه طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د تاریخ تجربه ښيي هېڅ حکومت د زور، ځپنې او د خلکو د سپکاوي پر بنسټ دوامداره بریا نه ده ترلاسه کړې.
دغه جهادي مشر له د هرات له ښځو غوښتي چې د فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي او ټینګار یې کړی چې اوسنی وضعیت به دوام ونه کړي.
اسماعیلخان په خپل پیغام کې ځینې چلندونه د خلکو په وړاندې «ابتدایي، ناپوهاني او جاهلانه کړنې» بللي او ویلي یې دي، هغه اقدامات چې د خلکو حیثیت، آبرو او انساني او اسلامي کرامت ته زیان رسوي، د توجیه وړ نه دي.
هغه همدارنګه په هرات کې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه «سلیقوي» بللي او ویلي یې دي چې داسې اقدامات د دې ښار د خلکو له ټولنیز مقام او حرمت سره بېاحترامي ده. د هغه په باور، د دیني زده کړو او لارښوونو ترویج که په غیر اصولي او سلیقوي ډول ترسره شي، کولی شي د باور د کمېدو او د ټولنې د یوې برخې د دیني ارزښتونو څخه د لرې کېدو لامل شي.
دغه جهادي قوماندان د بېوزلي، بېقانوني او د حساب ورکونکي حاکمیت د نشتوالي په څېر ستونزو ته په اشارې ویلي چې په داسې شرایطو کې پر ښځو فشار راوړل د هرات د خلکو سپکاوی دی.
اسماعیلخان په دوام کې لیکلي: «زموږ د خلکو عزت زموږ سرې کرښې دي او د ښځو پر وړاندې د ظلم په وړاندې چوپتیا د افغانستان له هویت سره خیانت دی.»
هغه همدارنګه د هرات نجونو ته ویلي: «ستاسې غږ د ټولنې د ویښ ضمیر غږ دی.»
لیکواله:سلیمه آریایي








