د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هرات ولایت د وروستیو پېښو او اعتراضونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې هېواد د تاوتریخوالي پر ځای سولې، ارامۍ او ټولنیز تفاهم ته اړتیا لري.
کرزي په یوه تازه دریځ کې ویلي، افغانان باید په داسې فضا کې ژوند وکړي چې له امنیت، متقابل درناوي او ټولنیزې همغږۍ څخه برخمن وي. هغه زیاته کړې چې د هېواد اوسني شرایط د زغم، تفاهم او د خلکو د اساسي حقونو د درناوي غوښتنه کوي.
پخواني ولسمشر د ښځو پر وضعیت په ځانګړې توګه تمرکز کړی او ویلي یې دي چې د افغان مېرمنو عزت، حقونه او ټولنیز مقام باید په بشپړه توګه خوندي وساتل شي. د هغه په وینا، ښځې باید وکولای شي په خپل هېواد کې د درناوي، مصؤنیت او انساني کرامت له فضا سره ژوند وکړي.
د کرزي دغه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې په هرات کې د وروستیو اعتراضونو او د هغو د ځپلو په تړاو د کورنیو او نړیوالو سیاسي کړیو غبرګونونه او نیوکې دوام لري.
لیکوال:سعید سمیر








