TOOSnews
اعلان
كرملين: روسيه د اوكراين جګړې د پاى لپاره د ټرمپ نويو وړانديزونو ته انتظار باسي.
نړۍټوس نیوز

كرملين: روسيه د اوكراين جګړې د پاى لپاره د ټرمپ نويو وړانديزونو ته انتظار باسي.

۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

کرملین وايي، روسیه باور لري چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره په خپلو هڅو کې رښتینی دی او د واشنګټن نویو وړاندیزونو ته به انتظار وباسي.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، که څه هم امریکا لا هم اوکراین ته وسلې ورکوي، روسیه به تر هغې د جګړې له لارې خپلو هدفونو ته د رسېدو هڅې روانې وساتي.

پسکوف ویلي: «جګړه زموږ د خوښې لاره نه ده، خو د سولې لپاره کومه هیله نه وینو. موږ به تر بشپړې بریا پورې دوام ورکړو، خو په ورته وخت کې به د امریکا نویو وړاندیزونو ته هم انتظار وباسو.»

هغه ادعا کړې چې ټرمپ او د هغه مرکچیان د داسې حللارې په لټه کې دي چې د ټولو لورو لپاره د منلو وړ وي، خو د هغه په وینا اوکراین د امریکا پخواني وړاندیزونه رد کړي دي.

د کرملین ویاند د جګړې د دوام پړه د اوکراین پر اروپايي متحدانو واچوله او ویې ویل چې دوی کیف هڅوي چې د سولې هوکړې ته غاړه کېنږدي.

پسکوف د امریکا پر دریځ نیوکه وکړه او ویې ویل چې واشنګټن له یوې خوا د جګړې د پای ته رسولو خبرې کوي، خو له بلې خوا اوکراین ته د وسلو لېږد ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړه چې روسیه به د ټرمپ له ادارې سره دیپلوماټیک تماسونه وساتي، ځکه د سولې هڅې د مسکو له ګټو سره سمون لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.