د کابل پوهنتون پخواني استاد محمود مرهون د عثماني خلافت د زوال تاریخي تجربې ته په اشارې ویلي، چې د هغه دور د مذهبي حلقو ځینې توندې فتواوې او غیر واقعي دریځونه د وخت د سیاسي بدلونونو او بهرنیو لاسوهنو سره یو ځای د هغه امپراتورۍ د کمزورتیا لامل شول.
نوموړي د تاریخ په حواله څرګنده کړې چې عثماني دولت، چې پېړۍ پېړۍ یې پراخ نفوذ درلود او د اسلام مهم مرکزونه یې تر خپل واک لاندې راوستي وو، ورو ورو د داخلي اختلافاتو او د فکر د سخت دریځۍ له امله د بدلون له یوې لویې څپې سره مخ شو، چې وروسته یې د ترکیې په معاصر دولت کې د سیکولر نظام بنسټ کېښود.
مرهون د یوې تاریخي پېښې یادونه هم کړې چې پکې د هغه په وینا ځینو دیني عالمانو د پیسو پر نوټونو د تصویر د موجودیت له امله د ناسم شرعي حکمونو ملاتړ کړی و، او دا ډول سخت دریځۍ د ټولنې په سیاسي مسیر اغېزمنې شوې وې.
هغه زیاتوي چې د عثماني خلافت له سقوط وروسته ترکیه د اوږدې مودې لپاره د سیکولر نظام پر لور ولاړه، او دا بدلون د هغه وخت د مذهبي او سیاسي کړنو له پایلو سره تړاو لري.
د هغه په باور، د افغانستان په اوسني وضعیت کې هم د ورته تمایلاتو نښې لیدل کېږي. نوموړی ادعا کوي چې د محدودیتونو او سختو مقرراتو د پلي کېدو لړۍ، په ځانګړي ډول د تصویر، رسنیو او ځیرکو مبایلونو په برخه کې، له ټولنیزو واقعیتونو سره ټکر رامنځته کوي او د خلکو د ورځني ژوند پر بهیر اغېز لري.
دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ځینو رسنیزو او ټکنالوژیکي فعالیتونو محدودیتونه عملي شوي، چې د یو شمېر سیاسي او علمي څېرو له لوري پرې نیوکې هم کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








