د ټیلیګراف ورځپاڼې د تازه افشاګریو له مخې، په تېر یوه کال کې په بېساري توګه له ۳۱۲ زرو څخه زیاتو کډوالو، کارګرانو او د هغوی د کورنیو غړو په برېټانیا کې د تابعیت ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي، چې دا د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.
ټیلیګراف په خپل ځانګړي راپور کې لیکلي، چې د روان کال تر مارچ میاشتې پورې د کډوالو او پناه غوښتونکو له لوري د برېټانیا د تابعیت غوښتنې کچه تر بل هر وخته لوړه شوې او دا شمېره د اتو کلونو وړاندې په پرتله نږدې دوه برابره شوې ده.
ورځپاڼه زیاتوي، چې د تابعیت غوښتنو دغه بېساری زیاتوالی د برېټانیا د اوسني حکومت له هغو پلانونو سره تړاو لري، چې غواړي د دایمي استوګنې او ویزو قوانین سخت کړي.
د راپور له مخې، ګڼ کډوال هڅه کوي تر هغو وړاندې تابعیت ترلاسه کړي، چې نوي محدودیتونه عملي کېږي او د دایمي استوګنې شرایط لا ستونزمنېږي.
ټیلیګراف لیکلي، سیاسي بدلونونو او د سختو قوانینو وېرې کډوال دې ته اړ کړي، څو د قانوني خوندیتوب او دایمي پاتې کېدو لپاره ژر تر ژره د تابعیت او پاسپورټ غوښتنې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په برېټانیا کې د کډوالو اېستل او د ویزو د شرایطو سختول د لندن د سیاست له تودو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي، او د دغو پلانونو له امله د افغانانو په ګډون ګڼ بهرني کډوال د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن شوي دي.
لیکواله:سعید سمیر








