TOOSnews
اعلان
په بدخشان کې له ۷۰۰ کیلوګرامو څخه د زیاتو تریاکو کشف او ضبط؛ دوه کسان نیول شوي دي.
افغانستانټوس نیوز

په بدخشان کې له ۷۰۰ کیلوګرامو څخه د زیاتو تریاکو کشف او ضبط؛ دوه کسان نیول شوي دي.

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه ډلې ځواکونو په بدخشان کې له ۷۰۰ کیلوګرامو څخه زیات تریاک کشف او نیولي دي. د دغه وزارت په وینا، د دې جوپې د لېږد او قاچاق په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اندازه تریاک د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ کې د یوه «هدفمند عملیات» په پایله کې ترلاسه شوي دي. همدارنګه ویل شوي چې د نیول شویو کسانو دوسیې د قانوني اجراتو لپاره د طالبانو عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.

بدخشان ولایت د افغانستان په شمال ختیځ کې د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت او له تاجکستان سره د اوږدې پولې له امله د نشه‌یي توکو د قاچاق له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي. دغه موقعیت تل دا ولایت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پام وړ سیمه ګرځولې ده.

سره له دې چې طالبانو د کوکنارو د کښت د بندیز اعلان کړی، د نړیوالو ادارو او سیمه‌ییزو سرچینو راپورونه ښيي چې د افغانستان په ځینو سیمو، په ځانګړې توګه بدخشان کې، د نشه‌یي توکو کښت او قاچاق لا هم دوام لري او دا موضوع لا هم یوه جدي ننګونه بلل کېږي.

طالبانو په وروستیو کلونو کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو لپاره کمپاینونه ترسره کړي دي. دغه اقدامات په ځینو سیمو کې د یو شمېر بزګرانو له مخالفت او مقاومت سره مخ شوي او په ځینو مواردو کې یې د طالبانو د ځواکونو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ د تاوتریخوالي او شخړو لامل هم ګرځېدلي دي.

د بدخشان امنیتي ننګونې یوازې د نشه‌یي توکو موضوع پورې محدودې نه دي. د ارزښتناکو طبیعي زیرمو، په ځانګړې توګه د سرو زرو او لاجوردو کانونو شتون، دغه ولایت د طبیعي سرچینو له پلوه یوه مهمه سیمه ګرځولې ده.

په وروستیو کلونو کې د کانونو ناقانونه استخراج، د طبیعي سرچینو د ګټې اخیستنې پر سر سیالۍ، سیمه‌ییزې شخړې او د طالبانو د ځینو قوماندانانو ترمنځ ترینګلتیاوې هغه عوامل دي چې د بدخشان ولایت امنیتي وضعیت یې لا پېچلی کړی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.