TOOSnews
اعلان
نديم: هه وكرئ د امير المؤمنين بي اطاعتي درخخه ونه شي.
افغانستانټوس نیوز

نديم: هه وكرئ د امير المؤمنين بي اطاعتي درخخه ونه شي.

۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر نداء محمد ندیم د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې د ۹۲۵ محصلینو د فراغت په مراسمو کې له محصلینو او طالب چارواکو وغوښتل چې د طالبانو د مشر (امیرالمؤمنین) له فرمانونو څخه سرغړونه ونه کړي او خپلې دندې د عبادت په نیت ترسره کړي.

ندیم فارغ شویو محصلینو او د هغوی کورنیو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل چې په اوسني نظام کې د زده کړو لپاره مناسبه زمینه برابره شوې ده. هغه ادعا وکړه چې د طالبانو د نظام ټولې پرېکړې د اسلامي شریعت او د الله تعالی د کتاب پر بنسټ ترسره کېږي.

د هغه په وینا، هر مسوول باید خپلې دندې ته د عبادت په سترګه وګوري، د مشر له اوامرو اطاعت وکړي او له بې‌اطاعتۍ څخه ډډه وکړي. نوموړي له فارغانو هم وغوښتل چې په خپل مسلک کې په صداقت، ایماندارۍ او اخلاص خدمت وکړي او خپلو دیني ارزښتونو ته ژمن پاتې شي.

په همدې مراسمو کې د خوست والي مولوي عبدالرحمن حقاني هم وویل چې دیني او عصري زده کړې یو له بل سره لازمې دي او ادعا یې وکړه چې طالبان عصري زده کړو ته ځانګړی اهمیت ورکوي.

د شیخ زاید پوهنتون د ۱۱ پوهنځیو له بېلابېلو څانګو څخه ۹۲۵ محصلین په دغو مراسمو کې فارغ شول.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبان په خپلو اداري جوړښتونو کې یو شمېر بدلونونه راولي. په وروستیو کې یې په رسمي ادارو کې د «ملي» پر ځای د «عمومي» اصطلاح کارول پیل کړي او د ځینو مهمو دولتي بستونو په اړه هم د ګومارنو پرېکړې له نیوکو سره مخ شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.