د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا، زورورو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
د هواپوهنې ادارې د سېشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳۰مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ به نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني ولایتونه د سختو ورښتونو له خطر سره مخ وي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دغو ولایتونو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۳۵ میلیمترو پورې اټکل شوې ده.
هواپوهنې ادارې همداراز د هېواد په یو شمېر مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو سیمو کې د دوړو او خاورو له طوفانونو سره د مل تندو بادونو د لګېدو احتمال هم ښودلی چې چټکتیا یې له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومترو په ساعت کې اټکل شوې ده.
چارواکو له خلکو غوښتي چې د سختو ورښتونو، سېلابونو او تندو بادونو پر مهال احتیاطي تدابیر ونیسي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د سیندونو او خوړونو څنګ ته اوسېږي.
لیکوال:سعید سمیر








