اکسیوس خبري وېبپاڼې راپور ورکړی چې د منځني ختیځ په روانو کړکېچونو کې د منځګړيتوب په موخه قطر هڅه کړې وه چې د ایران او امریکا ترمنځ یوه درې اړخیزه غونډه جوړه کړي، خو تهران دغه وړاندیز نه دی منلی.
د راپور له مخې، سره له دې چې د دواړو لورو ترمنځ پوځي نښتې او د ډزو تبادله روانه ده، د ایران او امریکا چارواکو په تېرو دوو ورځو کې په جلا جلا ډول د قطر له منځګړو سره په دوحه کې لیدنې کړي دي.
اکسیوس لیکي چې د قطر چارواکو هڅه کوله دواړه هېوادونه په یوه ګډه ناسته کې سره کښېنوي، خو ایراني لوري د درې اړخیزې غونډې له ګډون څخه ډډه کړې ده.
تر دې وړاندې هم راپورونه خپاره شوي وو چې قطر د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ د کمولو او یوې ممکنه هوکړې لپاره دیپلوماټیکې هڅې کوي.
قطر له اوږدې مودې راهیسې د سیمې په ګڼو شخړو کې د منځګړي رول لوبولی او د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا لپاره یې خپل دیپلوماټیک چینلونه فعال ساتلي دي.
لیکوال:سعید سمیر








