TOOSnews
اعلان
په کابل کې د یوه ډاکټر د ورکېدو راپورونه؛ کورنۍ یې د برخلیک د روښانېدو غوښتنه کړې.
افغانستانټوس نیوز

په کابل کې د یوه ډاکټر د ورکېدو راپورونه؛ کورنۍ یې د برخلیک د روښانېدو غوښتنه کړې.

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ډاکتر احمد الیاس حیدریان کورنۍ، چې د کابل ښار اوسېدونکي دي، وايي چې نوموړی پنځه ورځې وړاندې نادرکه شوی او تر اوسه یې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه لري. د کورنۍ د غړو په وینا، د هغه د موندلو هڅې تر اوسه کومه پایله نه لري.

د ډاکتر حیدریان مېرمنې رسنیو ته د هغه معلومات او انځور لېږلي او ویلي یې دي چې د دغه ډاکتر یو ملګري پنځه ورځې وړاندې نوموړی د کابل ښار په کوټه‌سنګي سیمه کې لیدلی و، خو له هغه وخت راهیسې یې هېڅ خبر نه دی ترلاسه شوی.

د کورنۍ په وینا، د طالبانو چارواکو تر اوسه د ډاکتر احمد الیاس حیدریان د نادرکه کېدو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د هغه د وضعیت یا احتمالي ساتلو ځای په اړه هم کوم جزیات نه دي خپاره شوي.

په همدې حال کې، سیمه‌ییزو سرچینو راپور ورکړی چې د یکشنبې سهار،د طالبانو ځواکونو د کابل ښار په پنځمه حوزه کې د حمید خراساني ورور د نامعلومو دلایلو له امله نیولی دی. تر اوسه روښانه نه ده چې د دې پېښې او د ډاکتر حیدریان د نادرکه کېدو ترمنځ کومه اړیکه شته که نه.

توس نیوز په خپلواکه توګه د دغو راپورونو جزیات نه شي تاییدولای او په دې اړه د طالبانو د چارواکو د نظر ترلاسه کولو هڅه کوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.