TOOSnews
اعلان
ريچارد بېنېټ: په هرات كې دلاريونوالو پر ضد تاوتريخوالى د اندېښنې وړ دى.
نړۍټوس نیوز

ريچارد بېنېټ: په هرات كې دلاريونوالو پر ضد تاوتريخوالى د اندېښنې وړ دى.

۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنیټ، په هرات ولایت کې د سوله‌ییزو لاریونوالو پر وړاندې د طالبانو د ځواک کارولو او تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

بېنېټ په یوه تازه بيان کې ویلي چې د روان وضعیت د ارامولو لپاره باید هڅې زیاتې شي او د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د نظر څرګندولو او بیان ازادۍ ته درناوی وشي. هغه ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي دوام کولای شي وضعیت لا پسې ترینګلی کړي او زیانونه یې زیات کړي.

نوموړي همداراز ویلي چې هغه کسان چې د لاریونوالو پر وړاندې د زور زیاتي او تاوتریخوالي په پېښو کې لاس لري، باید د خپلو کړنو په اړه ځواب ویونکي وګرځول شي او حساب ترې واخیستل شي.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې وخت ناوخت مدني اعتراضونه او لاریونونه شوي دي. نړیوالو بنسټونو تل غوښتنه کړې چې د دغو اعتراضونو د ځپلو پر ځای دې ستونزې د خبرو او سوله‌ییزو لارو له لارې هوارې شي.

الیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.