TOOSnews
اعلان
سمېع سادات: په تېرو درېيو مياشتو كې ۱۸۴ پخواني سرتېري وژل شوي.
افغانستانټوس نیوز

سمېع سادات: په تېرو درېيو مياشتو كې ۱۸۴ پخواني سرتېري وژل شوي.

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لوړپوړي پوځي جنرال سمېع سادات ویلي، چې په افغانستان کې یوازې د تېرو درېیو میاشتو پر مهال د ۱۸۴ پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو د وژل کېدو پېښې مستندې شوې دي.

سادات پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې ډېری قربانیان تر وژل کېدو وړاندې له سختې شکنجې سره هم مخ شوي وو. د هغه په وینا، دا هغه پخواني سرتېري دي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له ایران او ترکیې څخه افغانستان ته د پخوانیو سرتېرو جبري ستنول د هغوی پر ژوند د ګواښ کچه لا لوړه کړې ده.

سمېع سادات ویلي، د هر قرباني نوم او د هر جرم اسناد به خوندي وساتل شي او د عدالت غوښتنې هڅې به دوام ولري. هغه ټینګار کړی چې د قتل، شکنجې او نورو سرغړونو عاملان باید د قانون پر وړاندې ځواب ویونکي وګرځي.

طالبانو تر اوسه د سمېع سادات دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې ورته تورونه رد کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان هم په خپل د ۲۰۲۵م کال راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د شکنجې، له قانون پرته وژنو او د عادلانه محاکمو د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.