سمېع سادات، د پخواني حکومت د پوځ له قوماندانانو او د «افغانستان متحدې جبهې» مشر، وايي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ۱۸۴ پخوانیو پوځيانو د وژل کېدو پېښې مستندې شوي دي.
سمېع سادات (سې شنبې، د چنګاښ ۳۰مه) په اېکس کې لیکلي: «موږ یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې د پخوانیو پوځيانو د ۱۸۴ وژنو موارد مستند کړي دي، چې ډېری یې له سختو او وحشتناکو شکنجو وروسته وژل شوي دي.»
هغه زیاته کړې چې له ایران او ترکیې څخه افغانستان ته د ایستل کېدونکو پخوانیو پوځيانو د وژل کېدو خطر زیاتېږي.
هغه ویلي: «هغه کسان چې د هېواد د پخوانیو پوځيانو د وژنو، شکنجو او نورو ناوړه چلندونو مسؤل دي، باید د قانون له مخې ځوابوونکي وبلل شي.»
د افغانستان د پخواني نظام دغه پوځي قوماندان وايي: «هېڅ نظام نه شي کولای خپل راتلونکی د وېرې او وحشت له لارې تضمین کړي.»
هغه د پخوانیو پوځيانو انځورونه خپاره کړي او هغو کسانو ته چې لا هم له طالبانو سره خواخوږي لري، ویلي: «دې څېرو ته وګورئ او له ځانه وپوښتئ: که له دوی څخه یو ستاسو پلار، مور، ورور، خور، زوی یا لور وای، نو څه به مو کول؟»
تر اوسه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د جمهوري نظام د پوځ، پولیسو او استخباراتو د ځواکونو د وژل کېدو کره شمېر نه دی معلوم. خو ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو د طالبانو له خوا د غچ اخیستنې د دوام په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.
طالبان ادعا کوي چې د خپل مشر له خوا اعلان شوې عمومي عفوې ته ژمن دي او د پخوانیو پوځيانو په وژنو کې لاس نه لري. خو د نږدې پنځو کلونو له تېرېدو وروسته، لا هم هره اوونۍ د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د پخوانیو پوځيانو د نیول کېدو، ناڅرګنده وژنو او یا لادرکه کېدو څو پېښې راپور ورکول کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








