سیمهییزو سرچینو اعلان کړی، چې د شنبې په شپه د اندراب ولسوالۍ د قاسان درې په کاسهتراش کلي کې د طالبانو پر یوه پوسته څو راکټونه توغول شوي دي. د دغو سرچینو په وینا، د راکټونو له توغولو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ نښته شوې چې تر څو ساعتونو پورې یې دوام موندلی دی.
سیمهییزو سرچینو تر اوسه د دې پېښې د احتمالي تلفاتو یا مالي زیانونو په اړه جزییات نه دي خپاره کړي او په دې اړه نور معلومات هم نه دي ترلاسه شوي.
تر دې وړاندې، د افغانستان د ازادۍ جبهې هم د طالبانو پر یوه کاروان د برید خبر ورکړی و چې له کابل څخه بدخشان ته پر لاره و. دې جبهې ادعا کړې وه چې په دغه برید کې ۷ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
له دې سره سره، طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې د دغې خبر تر خپرېدو پورې د اندراب ولسوالۍ د تازه پېښې په اړه هېڅ ډول رسمي نظر نه دی څرګند کړی.
په وروستیو اونیو کې د بدخشان ولایت په یو شمېر سیمو کې د طالبانو د مخالفو پوځي جبهو بریدونه زیات شوي دي. همدا راز راپورونه ښیي چې د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې نښتې لا هم دوام لري.
په تېرو ورځو کې د سپاهیان میهن جبهې له خوا د یفتل پایین ولسوالۍ له څو ساعته سقوط وروسته، د بدخشان په زېباک ولسوالۍ کې د پنجشنبې له ورځې راهیسې د افغانستان د ازادۍ جبهې او طالبانو ترمنځ نښتو دوام موندلی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








