TOOSnews
اعلان
د طالبانو د بهرنيو چارو وزير لا هم له قطره كابل ته نه دى ستون شوى.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير لا هم له قطره كابل ته نه دى ستون شوى.

۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، چې د جولای پر ۱۵مه د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ د قطر د پخواني امیر د مړینې په مناسبت د طالبانو د مشرتابه د خواخوږۍ پیغام رسولو او فاتحې لپاره دوحې ته تللی و، له اتو ورځو تېرېدو وروسته لا هم کابل ته نه دی ستون شوی.

په دوحه کې سرچینې وایي، قطري چارواکو په پیل کې د طالبانو د پلاوي لپاره د درې ورځني استوګنځي تابیا کړې وه، خو وروسته د متقي په غوښتنه د هوټل د استوګنې موده وغځول شوه.

د سرچینو په وینا، متقي هڅه کړې چې د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، سره رسمي لیدنه هم وکړي.

په کابل کې یوې سرچینې ویلي، متقي غواړي په قطر کې خپل پخوانی د استوګنې جواز (اقامه) هم تمدید کړي. همدې سرچینې ادعا کړې چې نوموړی د سترګو له ناروغۍ سره مخ دی او غواړي په دوحه کې د خپل حضور پر مهال طبي معاینات او درملنه هم ترسره کړي.

تر اوسه نه د قطر چارواکو او نه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د متقي د استوګنې د غځېدو، د اقامې د تمدید، له قطري چارواکو سره د لیدنې د هڅو او یا هم د طبي معایناتو د راپورونو په اړه رسمي څرګندونې کړي دي.

قطر له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له مهمو ډیپلوماتیکو شریکانو څخه ګڼل کېږي او په وروستیو کلونو کې یې د طالبانو، ملګرو ملتونو او د بېلابېلو هېوادونو د استازو د غونډو کوربه‌توب کړی دی.

په ورته وخت کې، په کابل کې یوې سرچینې ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ځینو کارکوونکو ترمنځ د متقي اوږده استوګنه د ټوکو موضوع ګرځېدلې او په ټوکه وایي، ښايي نوموړی د قطر د پخواني امیر د څلوېښتي په مراسمو کې هم ګډون وکړي او وروسته کابل ته ستون شي.

همداراز، د ملګرو ملتونو د سفري بندیزونو په اړوند پاڼه کې هم تر اوسه د امیرخان متقي د سفري بندیز د معافیت د غځېدو په اړه کوم تازه معلومات نه دي خپاره شوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.