بدخشان ولایت کې د طالبانو والي، محمد اسماعیل غزنوي، د دې ډلې له پوځي مخالفانو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او د ده په وینا، «د هېواد امنیت مه ګډوډوئ.» نوموړي هم مهاله خبرداری ورکړ چې طالبان د وسله والو مخالفانو د مقابلې توان لري او د اړتیا په صورت کې به ورسره جګړه وکړي.
غزنوي د طالبانو پوځي مخالفینو ته په خپلو خبرو کې وویل: «هغه وخت چې ناټو او امریکا ستاسو ملاتړ کاوه، څه مو وکړل؟» هغه دغه راز زیاته کړه چې د دې ډلې مخالفان به، د ده په وینا، «پر هېواد د واکمنۍ ارمان ګور ته یوسي.»
په بدخشان کې د طالبانو والي له مخالفانو وغوښتل چې له ناامنۍ جوړولو ډډه وکړي او ادعا یې وکړه چې خلک ودانولو ته اړتیا لري او همدا اوس په افغانستان کې «امنیت او عدالت» ټینګ دی. هغه همداشان وویل چې که څوک ستونزه لري، کولی شي د طالبانو ادارو ته مراجعه وکړي او د دې ډلې د ادارو دروازې د دوی پر مخ خلاصې دي.
غزنوي دا هم وویل چې د طالبانو مشران به تر وروستي بریده هڅه وکړي چې خپل مخالفان د خبرو او منطق له لارې، د ده په وینا، «د پردیو له غېږې» جلا کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د بدخشان ولایت په زېباک ولسوالۍ کې د طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې د ځواکونو ترمنځ جګړې لاهم په شدت سره دوام لري. د سرچینو په وینا، دا نښتې د پنجشنبې له ورځې راهیسې د پاکستان پولې ته نږدې د توپخانې سیمه کې پیل شوې او د دې خبر تر خپرېدو پورې روانې وې.
د افغانستان د ازادۍ جبهې د شنبې په ورځ، د زمري ۳مه، اعلان وکړ چې ځواکونو یې په زېباک ولسوالۍ کې د طالبانو دوه پوځي بې پیلوټه الوتکې راپرزولي دي. دې جبهې همدا راز ادعا کړې چې طالبان په وروستیو ورځو کې د دوی د ځواکونو مواضعو ته په پرمختګ کې پاتې راغلي دي. طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
هم مهاله، خپاره شوي انځورونه او افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي راپورونه ښیې چې د طالبانو د پوځ د درستیزوال، فصیح الدین فطرت، په زېباک ولسوالۍ کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د خپلو ځواکونو ترڅنګ د عملیاتو قومانده پر مخ وړي. دغه راز راپورونه ښیي چې طالبانو په وروستیو ورځو کې د هوا او ځمکې له لارې بدخشان ولایت ته نور تازه دمي ځواکونه استولي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








