هبتالله اخوندزاده، د طالبانو مشر، د کندهار ولایت د ولسوالیو او ښاري سیمو له دیني عالمانو سره په یوه غونډه کې له هغوی وغوښتل چې د خپل ځان او خلکو ترمنځ د «اطاعت» د روحیې د پیاوړې کولو لپاره هڅې وکړي. دا غونډه چهارشنبې د چنګاښ ۳۱مه، په کندهار کې جوړه شوې وه.
د طالبانو مشر په خپلو خبرو کې دیني عالمانو ته وویل: «هڅه وکړئ چې هم په خپل منځ کې او هم د خلکو ترمنځ د اطاعت روحیه پیاوړې کړئ، څو یووالی لا ټینګ شي او د فتنې لارې له منځه ولاړې شي.»
هبتالله اخوندزاده همداراز وویل چې د هغه په باور، په افغانستان کې «شرعي نظام» رامنځته شوی او د «شرعي امیر» بیعت د مسلمانانو په اجماع او د جهاد له لارې ترلاسه شوی دی. هغه زیاته کړه چې دیني عالمان باید خپلې اړیکې د مینې او متقابل باور پر بنسټ پیاوړې کړي، څو د ده په وینا، مخالفانو ته د تفرقې رامنځته کولو زمینه برابره نه شي.
هغه د کندهار له دیني عالمانو وغوښتل چې له طالبانو سره بشپړه همکاري وکړي، خلک له هغه څه چې ده «عبثیات» وبلل، منع کړي، د عامه افکارو په جوړولو کې هڅې وکړي، د طالبانو قوانین خلکو ته ورسوي او هغوی له دغو قوانینو څخه خبر کړي.
هبتالله اخوندزاده له هغه وخت راهیسې چې طالبان په افغانستان کې بېرته واک ته رسېدلي، څو ځله د خپلو فرمانونو او امرونو پر «اطاعت» او همداراز د دې ډلې له مشر سره پر «بیعت» ټینګار کړی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو نږدې پنځه کاله وروسته، د دې ډلې حکومت لا هم له کورني سیاسي مشروعیت او پراخ نړیوال رسمیت څخه برخمن نه دی. تر اوسه د روسیې پرته هېڅ بل هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
لیکواله:سلیمه آریایي








