د طالبانو ډلې ته نږدې یو شمېر چارواکو او څېرو په وروستیو اونیو کې په ټولنیزو شبکو کې د احساساتي شعرونو په خپرولو سره، د «هدایت»، «توفیق عمل»، «رنج» او «حسرت» په څېر مفاهیمو باندې خبرې کړي دي. دغه اقدام د اقتصادي کړکېچ له دوام، نړیوالې انزوا او پر دغه ډله باندې د کورنیو فشارونو له زیاتوالي سره هممهاله، د څارونکو پام ځان ته اړولی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم، په خپله وروستۍ لیکنه کې یو شعر خپور کړی چې پکې له څښتن تعالی څخه د «دین د سمې پوهې» او «توفیق عمل» غوښتنه شوې او شته ستونزو او ننګونو ته هم پکې اشاره شوې ده.
له دې وړاندې هم، د طالبانو یوې مشهورې څېرې انس حقاني، په اېکس ټولنیزه شبکه کې دوه جلا جلا شعرونه خپاره کړي وو. دغه شعرونه ډېر د اندېښنې، بېقرارۍ، حسرت او په شته شرایطو کې د تدبر په څېر موضوعاتو باندې څرخېدل او په مجازي فضا کې یې پراخ غبرګونونه راوپارول.
دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې طالبانو په تېرو کلونو کې په افغانستان کې پر کلتوري، ادبي او هنري فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي دي. ډېری لیکوالانو، شاعرانو او هنرمندانو په هېواد کې د کلتوري او ادبي فعالیتونو د فضا د تنګېدو له امله اندېښنه ښودلې ده.
تېر کال، د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» قانون توشېح کړ. د دغه قانون پر بنسټ، د ځینو ادبي اثارو پر خپرولو، د عاشقانه شعرونو په ګډون او د هغه منځپانګې پر وړاندې چې د طالبانو له لیدلوري «د اسلامي ارزښتونو مغایر» ګڼل کېږي، محدودیتونه لګول شوي او شاعران مکلف شوي چې د دغې ډلې لخوا تایید شوي ارزښتونه ترویج کړي.
ځینې څارونکي په دې باور دي چې د طالبانو د یو شمېر چارواکو لخوا د احساساتي شعرونو خپرول، پر بیان د ازادۍ او کلتوري فعالیتونو د لګول شویو محدودیتونو ترڅنګ، د دغې ډلې په کلتوري چلند کې یو ډول تناقض ښیي. د دوی په وینا، په داسې حال کې چې طالبانو د ادبي او کلتوري لیدلورو د ازاد بیان فضا محدوده کړې، خو د دې ډلې ځینې چارواکي له شعر څخه د خپلو شخصي احساساتو او اندېښنو د څرګندولو لپاره ګټه پورته کوي.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بېرته رسېدو وروسته، پر رسنیو، د بیان پر ازادۍ او کلتوري فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي دي. د بشري حقونو مدافع بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی چې دغو سیاستونو د لیکوالانو، شاعرانو، هنرمندانو او کلتوري فعالانو د فعالیت فضا په کلکه محدوده کړې او په افغانستان کې یې د ځانسانسورۍ د زیاتوالي زمینه برابره کړې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








