د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په یوه کشفي عملیاتو کې یې هغه وسلې او مهمات نیولي چې د دوی په وینا پاکستان ته قاچاق کېدل.
د وزارت په وینا، په نیول شویو مهماتو کې ۸ زره د واړه ماشینګڼ مرمۍ، ۱۲ لاسي بمونه، ۵۰۰ د دهشکې مرمۍ، ۵ میله تومانچې او د هغو ۵۰ مرمۍ شاملې دي.
طالبانو ویلي، د دې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو زیاتوي چې د خپلو کشفي سرچینو له لارې یې د شکمنو کسانو هویت تثبیت کړی او د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.
طالبانو د عملیاتو د څرنګوالي او د وسلو د احتمالي قاچاق کوونکو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
لیکوال:سعید سمیر








