اروپايي ټولنې په بامیانو ولایت کې د قومنوک کلي د ځوانانو د غوښتنې پر بنسټ د والیبال یو نوی لوبغالی جوړ کړی دی.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي، د یاد کلي ځوانانو د سپورتي اسانتیاوو د نشتوالي له امله د والیبال د لوبغالي د جوړېدو غوښتنه کړې وه، چې د اروپايي ټولنې او د اغاخان پراختیايي شبکې په ګډه عملي شوه.
استازولۍ په اېکس کې زیاته کړې، چې ورزش د ځوانانو د روغتیا، رواني هوساینې او مثبت راتلونکي لپاره مهمه پانګونه ده او د ورته پروژو ملاتړ به د ټولنو د پیاوړتیا لپاره دوام ولري.
لیکوال:سعید سمیر








