د نیویارک ټایمز د یوه تازه راپور له مخې، که څه هم طالبانو پر افغان ښځو پراخ محدودیتونه لګولي، خو د اقتصادي د سقوط د مخنیوي لپاره یې ځینو ښځو ته د سوداګرۍ او کوچنیو کاروبارونو د پیل اجازه ورکړې ده. دغه ښځې بیا هم مکلفې دي چې د طالبانو له لوري ټاکل شوي قوانین او محدودیتونه په جدي توګه مراعات کړي.
ورځپاڼې د افغانستان له ۱۲ متشبثو ښځو سره د مرکو پر بنسټ ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د زدهکړو او کار له حقه د ښځو محرومېدو زرګونه ښځې له خپلو عایداتي سرچینو بېبرخې کړې دي. ډېری دغو ښځو چې د خپلو کورنیو سرپرستې وې، د ژوند د دوام لپاره سوداګرۍ او کوچنیو کاروبارونو ته مخه کړې، خو له ګڼو ستونزو او خنډونو سره مخ دي.
د راپور له مخې، هغه نجونې او ښځې چې پخوا یې د وکیلانو، انجینرانو او پوهنتون استادانو کېدو خوبونه لرل، اوس د غالیو اوبدلو، د سینګارتوکو پلورلو او نورو حرفوي فعالیتونو ته مخه کړې ده، ځکه طالبان ښځو ته په ډېرو دولتي او نادولتي ادارو او همداراز په سینګارتونونو کې د کار اجازه نه ورکوي.
راپور زیاتوي چې کارکوونکې ښځې ورځ تر بلې له سختو محدودیتونو سره مخ کېږي. شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په هرات کې یو شمېر ښځې د حجاب د څرنګوالي په تړاو د ځورونې او نیولو له پېښو سره مخ شوې او د دغو اقداماتو پر ضد اعتراضونه هم په کلکه وځپل شول.
د طالبانو د واکمنۍ له نږدې پنځو کلونو وروسته، سوداګري او متشبثیت د ډېرو افغان ښځو لپاره د اقتصادي بقا وروستۍ لاره بلل کېږي. په هرات کې د سوداګرو ښځو استازې بهناز سلجوقي ویلي: «په افغانستان کې د ښځو لپاره یوازنۍ پاتې شوې هیله سوداګري ده.»
راپور دا هم ښيي چې په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼې ښځینه متشبثې د نارینه سرپرست د نشتون له امله نه شي کولای په یوازې سر کابل یا نورو ولایتونو ته د خپلو تولیداتو د پلور او بازار موندنې لپاره سفر وکړي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي ویلي، ښځو ته هغه مهال په سوداګریزو چارو کې د فعالیت اجازه ورکول کېږي چې د دوی په وینا «اصول» مراعات کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، دا مهال له ۱۰ زرو څخه زیاتې ښځې د سوداګرۍ رسمي جوازونه لري. خو د نړیوال بانک د اټکل له مخې، شاوخوا ۱۲۰ زره نورې ښځې هم بې له رسمي جوازه په کوچنیو کاروبارونو بوختې دي، چې له همدې امله کوچنۍ سوداګرۍ د افغان ښځو لپاره د کارموندنې تر ټولو ستره سرچینه ګڼل کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








