د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو، الکساندر اوګورودنیکوف د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي او غیرمقیم سفیر په توګه ټاکلی دی. اوګورودنیکوف دا مهال په ازبکستان کې د بلاروس د سفیر په توګه دنده ترسره کوي او نوې دنده به هم د خپلو اوسنیو مسؤلیتونو ترڅنګ پر مخ وړي.
د بلاروس د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر ویلي چې دغه ګمارنه د افغانستان اړوند چارو د تعقیب او د دواړو لورو د اړیکو د پراختیا په موخه شوې ده. د دې پرېکړې له مخې، په ازبکستان کې د بلاروس سفیر به د افغانستان لپاره د دې هېواد د غیرمقیم استازي په توګه هم فعالیت کوي.
بلاروس دا مهال په کابل کې فعاله سفارتخونه نه لري او د افغانستان اړوند دیپلوماټیکې چارې د ازبکستان په پلازمېنه کې د خپل سفارت له لارې سمبالوي.
سره له دې ګمارنې، بلاروس لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. خو مینسک د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر له طالبانو سره محدودې کاري او دیپلوماټیکې اړیکې ساتلي او له افغانستان سره یې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
تر دې وړاندې د بلاروس د بهرنیو چارو وزیر د ۱۴۰۴ کال د کب په میاشت کې په یوې تلویزیوني مرکې کې ویلي وو چې د بلاروس او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. هغه زیاته کړې وه چې په تېر کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو ارزښت له ۲۰۰ میلیونه ډالرو هم اوښتی و.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، بلاروس په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې له منځنۍ آسیا او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. سیاسي شنونکي د افغانستان لپاره د غیرمقیم سفیر ټاکل د همدې دیپلوماټیکې تګلارې یوه برخه بولي.
بلاروس د روسیې له نږدې متحدینو څخه شمېرل کېږي.روسیه تر دې دمه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی او له دغه حکومت سره یې رسمي اړیکې اعلان کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








