د هرات د طالبانو د عامې روغتیا ریاست خبر ورکړی چې له اختر وروسته په دې ولایت کې د «کانګو» وینې ورکوونکې تبې ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د دغه ریاست په وینا، دا کسان د څارویو د ذبحې او ساتنې پر مهال د صحي اصولو د نه مراعتولو له امله په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د طالبانو د عامې روغتیا چارواکي وایي چې د کانګو وینه ورکوونکې تبه تر ډېره د اخته کَنو د چیچلو له لارې، یا هم د ناروغو څارویو له وینې او نسج سره د تماس له لارې انسانانو ته انتقالېږي.
دوی زیاتوي چې د هوا د تودوخې له زیاتېدو سره د دې ناروغۍ د خپرېدو ګواښ هم لوړېږي.
د عامې روغتیا مسوولینو د هرات له اوسېدونکو غوښتي چې د څارویو او د هغو د محصولاتو سره د تماس پر مهال د روغتیایي اصول او سپارښتنې مراعت کړي.
خو د هرات اوسېدونکي بیا د دې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي د زیاتوالي او د طالبانو د روغتیایي مسوولینو له لوري د ذبحې د ځایونو د څارنې غوښتنه کوي.
د هرات د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، تېر کال په دې ولایت کې د کانګو تبې ۱۱۴ پېښې ثبت شوې وې چې له ډلې یې ۱۲ کسان مړه شوي وو.
لیکواله:سلیمه آریایي








