د غور ولایت د زردبي بازار په سیمه کې د «وشا» او «اوشق» په نوم د یوه نایابه غرني د بوټي د راټولولو پر سر د ځایي اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ شخړه رامنځته شوې ده.
د سیمې د سرچینو په وینا، لانجه هغه وخت پیل شوه چې له هلمند ولایت څخه د طالبانو اړوند یو شمېر کسان د یاد بوټي د راټولولو لپاره دغې سیمې ته ورسېدل. د راپورونو له مخې، ځایي خلکو د دغو کسانو د فعالیتونو مخالفت وکړ او له همدې امله لفظي شخړه په تاوتریخوالي واوښته.
سرچینې زیاتوي چې وروسته طالب وسلهوالو د اعتراض کوونکو د تیتولو لپاره پر خلکو ډزې کړي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په پېښه کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې، خو د قربانیانو د شمېر او هویت په اړه لا هم کره او رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
تر اوسه طالبانو د دغې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي،خو د سیمې اوسېدونکي وایي چې د یاد بوټي د راټولولو او د سیمې د طبیعي سرچینو د کنټرول پر سر لانجې مخ په زیاتېدو دي.
لیکوال:سعید سمیر








