TOOSnews
اعلان
ټرمپ: د تهران او واشنګټن خبرې روانې دي، خو د هوکړې وخت لا نه دی رارسېدلی.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ: د تهران او واشنګټن خبرې روانې دي، خو د هوکړې وخت لا نه دی رارسېدلی.

۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ډونالډ ټرمپ، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، اعلان کړی چې تهران او واشنګټن په خبرو بوخت دي، خو د هغه په باور ایران لا هم د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره چمتو نه دی.

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، ټرمپ د جمعې په شپه، د زمري ۲مه، په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د کلنۍ ماښامنۍ غونډې پر مهال ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې روانې دي. هغه ویلي، ایران له امریکا سره خبرې کوي او غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي، خو د هغه په اند لا د هوکړې د وروستي کېدو مناسب وخت نه دی رارسېدلی. ټرمپ زیاته کړې چې د مقابل لوري د نظرونو اورېدو ته هم چمتو دی.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د واشنګټن پر دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

ټرمپ همدارنګه ادعا کړې چې د امریکا وسله‌والو ځواکونو د ایران پر پوځي وړتیاوو سخت ګوزارونه کړي دي. هغه ویلي چې د ایران سمندري او هوايي ځواک ته پراخ زیان اوښتی، ۲۵۰ جنګي الوتکې له منځه وړل شوي او ۱۵۹ بېړۍ هم ډوبې شوي دي.

هغه زیاته کړې چې ایران اوس محدود راداري ظرفیت لري او د بې‌پیلوټه الوتکو شمېر یې هم کم شوی دی. د ټرمپ په وینا، که څه هم ایران کله ناکله بریدونه ترسره کوي، خو د خپلو پوځي وړتیاوو یوه لویه برخه یې له لاسه ورکړې ده.

ټرمپ ویلي، د دغو اقداماتو موخه دا ده چې د ایران له اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیول شي، او واشنګټن باور لري چې ایران باید داسې وسلې ونه لري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو تر اوسه د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو د روانېدو ادعا نه ده تایید کړې.

د ایران او امریکا ترمنځ وروستۍ مخامخ نښته ۱۳ شپې او ورځې روانه وه. د دې نښتې پر مهال ایران د هرمز تنګي د تړل کېدو خبر ورکړ، او امریکا هم د ایران پر وړاندې د یوې نوې سمندري کلابندۍ اعلان وکړ.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.