سرچینې وايي چې د یکشنبې په سهار، د چنګاښ ۲۸مه، ناپېژاندو وسلهوالو د بدخشان ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه سرحدي کنډک برید کړی دی. د سرچینو په وینا، له دې پېښې وروسته طالب ځواکونو یو شمېر سیمهییز اوسېدونکي د برید په تړاو د لاس لرلو په تور نیولي دي.
د سرچینو په وینا، دغه برید شاوخوا د شپې په ۲ بجو د راکټونو او بېلابېلو وسلو په کارولو سره ترسره شوی دی. تر اوسه د دې برید د احتمالي زیانونو یا مرګژوبلې په اړه جزیات نه دي خپاره شوي او هېڅ ډلې یې مسؤلیت هم نه دی منلی.
سرچینې زیاتوي چې طالب ځواکونو له برید وروسته یو شمېر سیمهییز اوسېدونکي، چې په کې پخوانی پوځي جهانګیر رحماني، ښوونکی نورمحمد، حبیبالرحمان رستمي او عبدالستار شامل دي، نیولي دي. د سرچینو په وینا، نیول شوي کسان د نیولو پر مهال وهل ټکول شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان د قومي مشرانو او سیمهییزو اوسېدونکو د منځګړیتوب وروسته خوشې شوي. خو سرچینې وايي چې د هغوی له خوشې کېدو څو ساعته وروسته، طالب ځواکونه یو ځل بیا د افغانستان د پخواني پوځي جهانګیر رحماني کور ته ورغلي او هغه یې بیا نیولی دی.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې او د سیمهییزو سرچینو د ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، او دغه معلومات په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې دوه ورځې وړاندې د «سپاهیان میهن» جبهې د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ د نیولو او په دغه سیمه کې د طالبانو د ځواکونو د بېوسلې کولو خبر ورکړی و.
لیکواله:سلیمه آریایي








