ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د افغانستان په مرکزي، ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کې د وروستیو سختو بارانونو او ویجاړوونکو سېلابونو له امله زیانمنو شویو خلکو ته د بشري مرستو رسولو بهیر پیل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، د اوچا او نورو مرستندویه ادارو له لارې سېلابځپلو ته بېړني روغتیایي خدمات، خوراکي توکي، د څښاک پاکې اوبه، سرپناه، روغتیایي کڅوړې او رواني ټولنیز ملاتړ برابرېږي. نوموړي زیاته کړه چې اضافي طبي توکي سیمو ته لېږدول شوي او د خیمو، کمپلو او د کورونو د ترمیم د وسایلو وېش هم روان دی.
د اوچا د معلوماتو له مخې، سېلابونو کورونه، بازارونه، سړکونه، پلونه او د اوبو رسولو زیربناوې سختې زیانمنې کړي دي. همداراز د اړتیاوو ارزونه او د مرستو همغږي دوام لري، څو لومړني خدمات او د خلکو د ژوند شرایط بېرته ورغول شي.
دوجاریک خبرداری ورکړ چې د افغانستان د بشري غبرګون پلان په ۲۰۲۶ کال کې یوازې ۲۵ سلنه تمویل شوی او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د افغانانو د ملاتړ لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل، خوست، پروان، لوګر، پنجشېر او نورستان په ګډون د هېواد په ګڼو سیمو کې وروستیو سېلابونو پراخ مالي او بشري زیانونه اړولي او په ځینو لرې پرتو سیمو کې د لارو د خرابوالي له امله د مرستو رسول لا هم له ستونزو سره مخ دي.
لیکوال:سعید سمیر








