د سپوږمکۍ د انځورونو ارزونه ښيي چې د قوشتېپې کانال د لومړۍ مرحلې د اوبو ډکولو له پیل څخه یوازې دوه اوونۍ وروسته، د مزارشریف ښار ته څېرمه د ګورجيګک په سیمه کې د کانال د دېوال یوه برخه د اوبو د بهېدو له ستونزې سره مخ شوې ده. د دې پېښې له امله، وتلې اوبه په لومړي سر کې شاوخوا ۶ مربع کیلومتره ځمکه لاندې کړه او وروسته دا ساحه نږدې ۳۸ مربع کیلومتره ته پراخه شوه.
د سپوږمکۍ د وروستي انځورونو له مخې، لا هم شاوخوا ۲۴ مربع کیلومتره ځمکه تر اوبو لاندې ده. کارپوهان وايي، د زیانونو د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره انجنیران اړ شول چې د کانال یوه برخه په کنټرول شوې توګه پرانیزي، څو د اوبو فشار کم او د نورو زیانونو مخه ونیول شي.
د کارپوهانو په وینا، دا د اوبو وتل یوازې د اوبو په ضایع کېدو پورې محدود نه دي، بلکې کولای شي د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د لوړېدو، د خاورې د مالګین کېدو د خطر د زیاتېدو او هغو اوبو د کمېدو لامل شي چې باید کرنیزو ځمکو ته ولېږدول شي. دوی دا پېښه د پروژې د عملي ستونزو له لومړنیو نښو څخه بولي.
کارپوهان همداراز باور لري چې افغانستان د آمو سیند د اوبو په اړه د سیمهییزو تعاملاتو یوې نوې مرحلې ته د داخلېدو په وخت کې، د داسې ستونزو رامنځته کېدل د هېواد د اوبو د سرچینو د مدیریت او د لویو اوبو لګولو پروژو د پلي کولو په اړه پوښتنې راپورته کولای شي.
طالبانو د قوشتېپې کانال د خوړو د ځانبساینې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره یوه مهمه پروژه بللې او ویلي یې دي چې دا کانال به د ۵۵۰ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو وړتیا ولري. خو کارپوهان ټینګار کوي چې د دې پروژې بریا د هغې د مدیریت پر څرنګوالي پورې تړلې ده، چې پکې د اوبو د نشتوالي مخنیوی، د خاورې د مالګین کېدو کنټرول، د رسوباتو مدیریت او د آمو سیند له اوبو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه شامله ده.
په ټوله کې، د قوشتېپې کانال د افغانستان له تر ټولو لویو زېربنايي پروژو څخه ګڼل کېږي؛ داسې طرحه چې د کرنې د پراختیا لپاره له ډېرو هیلو سره سره، له تخنیکي، چاپېریالي او مدیریتي ننګونو سره هم مخ ده. دا چې دغه پروژه به د افغانستان په کرنه کې بدلون راولي او که به له دوامدارو ستونزو سره مخ شي، د راتلونکو پړاوونو د پلي کولو او د اوبو د سرچینو د مدیریت له څرنګوالي سره تړاو لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








